CRI Online

چين د کلنۍ موخو د پوره کولو توان لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 20:06:58

د چين حکومت کلني کاري راپور د همدې کال د اقتصادي پرمختګ او پاليسۍ مهم شاخص دی. د چين حکومت لخوا ملي ولسي کانګرس ته وړاندې شوی په کاري راپور کې د کلنۍ اقتصادي ودې لپاره هېڅ ځانګړی هدف نه دی ټاکل شوی . په ياد راپور کې ويل شوي چې سږکال ، موږ بايد د کارموندې ثبات او د خلکو معيشت خوندي کولو ته لومړيتوب ورکړو ، په کلکه د غربت پر وړاندې مبارزه وکړو ، په هر اړخيزه توګه د نسبتا شتمنې ټولنې رامنځته کولو هدف ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې وکړو او په ښارونو او علاقه داريو کې د کارموندنې او د اوسېدونکو د مصرف کونکو بيو په برخو کې شاخصونه وړاندې کړو .دا ليدل کيدای شي چې د ټاکل شوي سيسټم په روان کال کې د چين اقتصادي او ټولنيز کارونه ځای پر ځای او لوري يې روښانه کړي.

ولې د روان کال حکومتي کاري راپور د اقتصادي ودې لپاره ځانګړي اهداف نه دي ټاکل شوي؟ دا يوازې اقتصادي مقرراتو ته درناوی ښيي. د کوويد-۱۹ ويروس ناروغي اوس لاهم په ټوله نړۍ کې خپرېږي او د نړۍ اقتصاد له سختې پرځېدا سره مخ دی. نړيوال پولي صندوق د اپرېل په مياشت کې د نړيوال اقتصاد د راتلونکي پرمختګ راپور خپور کړ چې له مخې يې نړيوال اقتصاد به سږکال ۳ سلنه کم شي . دا د تېرې پيړۍ له ۳۰ لسيزې څخه تر ټولو خراب اقتصادي بحران دی. لکه څنګه چې راپور په ګوته کوي ، د نړيوالې ناروغۍ وضعيت او اقتصادي او سوداګريز وضعيت ډېر ناڅرګند دی او د چين پرمختګ له يو شمېر ناڅرګند عوامل سره مخ دی. پدې شرايطو کې ، د اقتصادي ودې ځانګړی اهداف نه دي ټاکل شوي او له دې څخه د چين حکومت هغه بڼه څرګندېږي چې په حقيقت کې اصول لټوي کوم چې د چينايانو لپاره د کلني اهدافو او دندو بشپړولو لپاره ګټور دی.

د کوويد- ۱۹ ويروس ناروغي د چين پر اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ستره منفې اغېزه کړې. خو ژوند ډېر مهم دی. د دې ناروغۍ د اغېزې کمولو لپاره ، د روان کال حکومتي کاري راپور کې مشخصې پاليسۍ او اقدامات وړاندې شوي دي. د پاکستان د نړيوالو اړيکو کارپوه عبدالرحمن شاه په دې باور دی چې د چين اقتصادي پرمختګ به واقعا د وبا له امله ورو شي ، خو دا به خامخا بدلون ومومي. په ځانګړي توګه ، د چين حکومت متحد او اوږدمهاله پلان جوړ کړی دی، د چين اقتصاد به په ثابت ډول ښه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای