CRI Online

امريکا په علنۍ توګه د کوويدـ۱۹ ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر جعلي کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 20:15:17

څو ورځې مخکې د امريکا سياسي خبري ويبسايټ (( د ډېلي بيسټ )) خبر ورکړ، چې د امريکا ولسمشر او د کوويدـ۱۹ ويروس د مخنيوي په اړه د سپينې ماڼۍ د ډلې غړي د دې هېواد د ناروغيو د کنټرول پر مرکز فشار راوړلی چې له بېلابېلو ايالتونو سره همکارۍ وکړي، څو د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو د شمېر د حساب شکل بدل کړي. په دې وروستيو کې د ډېرو ايالتونو لخوا خپور شوی د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د سپينې ماڼۍ د فشار له امله کم ښودل شوی دی.

د امريکا (( د هيل )) ورځپاڼې هم خبر ورکړی، چې د کولورادو ايالت د عامې روغتيا او چاپيريال وزارت د کوويدـ۱۹ ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر د حساب معيار ډېر بدل شوی، او د دې ايالت د مړه شويو کسانو شمېر له ۱۱۵۰ څخه ۸۷۸ ته راټيټ شوی دی. د دې وزارت طبي چارواکي ايريک فرانس وويل، چې د دې ايالت په مخکيني راپور کې داسې مړې هم شمېرل شوي، چې په مستقيمه توګه د دې ويروس له امله نه دي مړه شوي. خو د هغه خبر د امريکا له رسمي خبر سره يو شان دی. دغه خبر دا څرګندولي چې سپينې ماڼۍ په طبي حساب کې هم لاسوهنه کړې ده.

اوس په امريکا کې د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر نژدې سل زرو ته رسېدلی دی. د دې هېواد د ناروغيو کنټرول مرکز پخواني مشر ټوم فريدن وويل، چې اوس په امريکا کې د دې ويروس د خپرېدو تر ټولو سختې مرحلې ته نه دی رسېدلی. د لويو ټاکنو د رسېدو له امله، د امريکا ځينو سياستوالو نه يوازې د طبي کارپوهانو وړانديز نه دی منلی، بلکې پر بېلابېلو ايالتونو يې فشار راوړلی او د مړه شويو کسانو شمېر يې جعلي کړی دی. د دوی دا لارې چارې ډېرې عجيبې دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای