CRI Online

شي جين پينګ : خلک د چين د کمونېست ګوند ترټولو لوی ځواک دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 20:52:58

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۲مه نېټه وويل چې خلک د چين د کمونېست ګوند ترټولو لوی ځواک دی.

شي جين پينګ په همدې ورځ د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په درېيمه ناسته کې د کورني منغولستان پلاوي په بحثغونډه کې برخه واخيسته. هغه په ​​خپلو خبرو کې وويل چې د چين سوسياليستي ډيموکراسي د خلکو د بنسټيزو ګټو د خوندي کولو لپاره ترټولو پراخه ، ريښتينې او مؤثره ډيموکراسي ده ،موږ بايد د خلکو پر ډيموکراسۍ ټينګ کړو او د خلکو عقل او ځواک پياوړی کړو.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې ، شي جين پينګ تل "د غوره ژوند لپاره د خلکو ارمان" د چين د کمونېست ګوند د واکمن هدف په توګه ياد کړی دی. هغه په ياده غونډه کې يوځل بيا غوښتنه وکړه چې بايد د خلکو ګټې ترټولو مهمه لاسته راوړنه وګڼو ، د کار موندنې ، تعليم او روغتيا په برخه کې رامنځته شوې مسئلې بايد حل کړو کوم چې د خلکو د ډېرې پاملرنې وړ دي او خلک بايد ګټې واخلي څو ژوند يې بدلون ومومي. .

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای