CRI Online

شي جين پينګ:د مهمو پروګرامونو د جوړونې او د اساسي ادارې د توان د لوړولو په برخو کې بايد څو اغېزناک تدبيرونه ونيسو

cri     (GMT+08:00) 2020-05-22 20:58:12

د ۲۰۲۰ کال د چين د ۲ ملي مجلسونو دوې کلنۍ غونډې اوس په بېجينګ کې روانې دي. د مۍ په ۲۲مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د کورني مغوليستان د کورواکي سيمې له هيئت سره د حکومت کاري راپور وارزاوه. هغه وويل، موږ بايد فعالې کړنې وکړو، د مهمو پروګرامونو د جوړونې او د اساسي ادارې د توان د لوړولو په برخو کې بايد څو اغېزناک تدبيرونه ونيسو او له ستونزو سره په مخامخ کېدو کې په فعاله توګه کار وکړو.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای