CRI Online

امريکا چې د نورو په پرمختګ او همکارۍ خوښه نه ده، بيخي مغرورانه او د ځان غوښتنې رويه لري.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-23 16:07:14

په پاکستان کې د چين لوی سفير ياو جينګ د مې په ۲۳مه نېټه د چين او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو ټينګېدو د ۶۹مې کليزې په مناسبت يو ويديويي سمينار کې د ګډون پر وخت څرګنده کړه چې چين او پاکستان يو له بل سره د هر حالت او هوا ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې دوامداره ساتي، تل يو پر بل اعتبار لري او د مرکزي ګټو او د زياتې پاملرنې وړ مسئلو کې له يو بل څخه يې ټينګ ملاتړ کړی او کوي يې. هر څومره او څنګه چې نړيوال او سيمه ييز حالت بدلېږي، د چين او پاکستان ترمنځ پر دوستۍ به هېڅ اغېزه و نه کړي. اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختګ ډېر ښه تمايل لري. د دواړو هېوادونو د لوړ پوړيو چارواکيو ترمنځ تګ راتګ زيات دی او د متقابلو ګټو پر بنست خپلمنځي همکارۍ په پر له پسې ډول ژورېږي. دواړو هېوادونو د يو کمربند او يوې لارې او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ په اړه زياتې لاسته راوړنې موندلې او مثبتې اقتصادي او ټولنيزې ګټې يې پيدا کړې دي چې د پاکستان دولتي چارو او د خلکو ژوند ته يې پرمختګ ورکړی دی. موږ هيله لرو چې له پاکستان سره په ګډو هڅو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر له پسې پرمختګ پرمخ بوزو او په نوې زمانه کې دې د چين او پاکستان ترمنځ د ګډ برخليک لا واحده ټولنه جوړه کړو.

د جنوبي او منځنۍ اسيا چارو په اړه د امريکا د خارجه وزارت مرستيالې مېرمن ايليس ويلز په دې وروستيو ورځو کې د چين او پاکستان پر اقتصادي دهليز تور ولګاوه. په پاکستان کې د چين سفير ياو جينګ په دې اړه څرګنده کړه چې مېرمن ويلس په مغرورانه رويې سره د يو استاذ په شان د امريکايي موډل د خرڅلاو لپاره خبرې کوي، لکه چې په دغه نړۍ کې يوازې امريکا سمې تګلارې جوړوي او نور هېوادونه نورې پرمختيايي لارې او موډل نشي انتخابولای. په يادو خبرو کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه له زياتو ناسمو واقعيتونو او شمېرو څخه د دې ناپوهي او ناخبري ښکاري. د دې دماغ لا د سړې جګړې له فکرونو څخه ډک دی. د دې تر څنګ د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز په اړه د دې خبرې د پاکستان په کورنيو چارو او د چين او پاکستان په دوه اړخيزو اړيکو کې څرګنده لاسوهنه ده.

سفير ياو جينګ وويل چې موږ څو څو ځلې د دې پر اړوندو خبرو نيوکې کړې دي. له زيات شمېر واقعيتونو او شواهدو څخه څرګندېږي چې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ابادي د دواړو هېوادونو د پرمختګ لپاره او د دواړو خواوو په ګټه دي. د امريکا چارواکو څو ځلې پر ياد اقتصادي دهليز تور لګولی او د چين او پاکستان په اړيکو کې يې د نفاق اچولو هڅې کړې دي. که امريکا له پاکستان سره همکاري او د دغه هېواد د پرمختګ لپاره ور ته د مرستې برابرول غواړي، موږ هيله لرو چې امريکا دې خپلې ژمنې پوره کړي. حقيقت دا دی چې امريکا په خپله دغه کار نه کوي، خو بل چا ته د دغه کار کولو اجازه هم ور نه کوي. پخپله دغه کار په ښه توګه نشي تر سره کولای، خو بل چا ته هم اجازه نه ورکوي چې دغه کار وکړي. د چين او پاکستان حکومتونه به په ټينګه سره خپلمنځي اقتصادي دهليز ابادي پرمخ بوزي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هرې هوا او حالت ستراتيژيکې همکارۍ اړيکو ته به پرمختګ ورکړي څو چې لا زيات پاکستانيان ترې ګټې واخلي او د چين او پاکستان ترمنځ لا زياتې همکاريزې لاسته راوړنې سيمې او نړۍ ته لا زياتې ګټې ورسوي.

دا د چين او پاکستان پر اقتصادي دهليز د مېرمن ويلز لومړۍ تور لګونه نه ده. د مېرمن ويلز په ګډون د امريکا څو چارواکو له يوې اوږدې مودې راهيسې تل د چين او د جنوبي اسيا هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ همکاريو ته ګوته نيولې ده او کله کله يې بې دليله غندنې کړې دي. خو چين د جنوبي اسيا له مختلفو هېوادونو سره نيک ګاونډيتوب لري او يو د بل ښه ملګري او همکاران دي. دواړه خواوې تل يو د بل احترام کوي او مساوي چلند کوي او د پرمختګ لپاره ګډې هڅې کوي. ولې امريکا نه غواړي چې چين د جنوبي اسيا له هېوادونو سره زياتې همکارۍ وکړي؟ امريکا د جنوبي اسيا هېوادونو پرمختګ ته خوښه نه ده؟ له دې څخه د امريکا ځان غوښتنې روحيه او مغروريت څرګندېږي. ممکن د امريکايي چارواکو په سترګو کې جنوبي اسيا يوازې د جنګي ميدان يوه برخه ده. دوی غواړي چې د جنوبي اسيا له هېوادونو څخه په ګټه اخيستلو سره د چين يا روسيې لپاره ګواښونه او د سيمې په حالاتو کې ستونزې جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای