CRI Online

شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د اقتصادي شخصيتونو په ناسته کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-05-23 16:08:00

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د مې د ۲۳مې نيټې په سهار د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې په کلنۍ غونډه کې له ګډون کوونکو اقتصاد شخصيتونو سره ليدنه وکړه او د دوی په غونډه کې يې ګډون وکړ او د دوی نظريې او وړانديزونه يې واوريدل.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې شي جين پينګ د هر کال د دوو غونډو په موده کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې له غړو سره ليدنه کوي او ورسره يې په ګډه د دولتي چارو په هکله بحثونه کړي دي. دا لومړی ځل دی چې هغه د دوو غونډو په موده کې په ځانګړې توګه د اقتصادي غړو په بحثونو کې ګډون وکړ. په اقتصادي غړو کې د مرکزي حکومت اقتصادي څانګو مسئولين، د بېلا بېلو لويو دولتي تصديو او پولي څانګو خاوندان او زيات شمېر مشهور اقتصاد پوهان شامل دي. د چين اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د کوويد-۱۹ وبا په وړاندې له ننګونو سره مخ دی، نو شي جين پينګ په ځانګړې توګه له دغو غړو سره بحث وکړ چې د پاملرنې وړ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای