د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس د مې په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې د کوويد۱۹ وبا د عادي ناروغيو پر ضد ماشومانو ته د واکسين پر تطبيقولو سخته اغيزه کړې چې د يو بنسټيز طبي خدمت په توګه ګڼل کيږي. اتيا مليونه څه کم يو کلن ماشومان به په ناروغيو د اخته کېدو له خطرونو سره مخ شي. د روغتيا نړيوال سازمان، د م م د ماشومانو صندوق او د واکسين نړيوالې ټولنې په خبرداري ور کولو سره وويل چې د کوويد ۱۹ وبا د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو د ماشومانو د معافيت خدمتونو ته زيانونه رسولي او له دې امله ښايي څه باندې لس مليونه ماشومان د شري او سږي ناروغيو په شمول په ځينو ناروغيو د اخته کېدو له خطرونو سره مخ شي.
د يوې شمېرنې له مخې د روانې پيړۍ له پيل راهيسې د ماشومانو د مړينې انډول نيمه برخه کمه شوې چې لامل يې ماشومانو ته د واکسين له ور کولو سره تړاو لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |