د مې په ۲۲مه نېټه د لانسټ په مجله کې د کوويد ۱۹ ويروس پرضد د واکسين په هکله د چين د ۲۱ تنو ساينسپوهانو له خوا د تر سره شوې لومړي پړاو ازموينې د نتيجې په اړه علمي مقاله خپره شوه چې له مخې يې دغه واکسين په دې ازموينه کې د بدني معافيت د رامنځته کولو لپاره ښه رول لري.
د دې مجلې د مسؤل اديټر ريچارد هوټن د ټولنيزې ميډيا له لارې دغه خبر شريک کړ او ويې ويل چې د کوويد۱۹ ويروس پرضد د واکسين په اړه د لومړۍ کلنيکي ازموينې له مخې دغه واکسين خوندي دي او د معافيت د رامنځته کولو لپاره ښه رول لري.دغه څېړنيزه نتيجه د علمي څېړنې لپاره يوه مهمه مرحله ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |