جنوبي مرکز چې مقر يې په ژنيو کې دی، د پرمختيايي هېوادونو د پرمختګ او همکارۍ په موخه د حکومتونو ترمنځ فکري ارګان دی. د دې مرکز اجرائيه مسؤل کارلوس کاريا وويل چې د چين د دوو مجلسونو د کلنيو غونډو له پرانيستلو څخه ښکاري چې چين له کوويد۱۹ ويروس سره په مبارزه کې سترې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د چين اقتصادي سمسورتيا او پرمختګ به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره قوي او خوځنده ځواک زيات کړي.
نوموړي وويل چې د افريقا، لاتينې امريکا او اسيا ډېر هېوادونه له چين سره سوداګريز تګ راتګ کوي. که د چين اقتصاد بيا سمسور شي،دا به پر ډېرو هېوادونو مثبته اغيزه وکړي او دا د ګردې نړۍ ګډه هيله هم ده.د چين اقتصادي سمسورتيا نه يوازې د چين له ګټو سره سمون لري بلکې پر نړۍ به اغيزه وکړي چې له دې امله به بازاري اړتياوې زياتې شي، سوداګريز تګ راتګ او پانګونه به زياته شي. نو د چين رول ډېر مهم دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |