CRI Online

د کوويد ۱۹ وبا له امله د امريکايي سياستوالو پر هغو دروغو ټول پوهيږي چې د تش په نامه د هر يو تن د مساوي نارې وهي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-23 20:42:20

د مې په ۲۱مه نېټه د م م د ماشومانو صندوق په ټولنيزه رسنيو کې د يوې مقالې په خپرولو سره امريکا ته خبرداری ور کړی چې د کوويد ۱۹ وبا په موده کې بايد له دې هېواد څخه د ماشومانو په تېره بيا د هغو ماشومانو له شړلو څخه لاس واخلي چې اوس يې هېڅوک ملګرتيا نه کوي.په دې مقاله کې هغه عکس پيوسته خپور شوی چې پکې ماشومان په پښو بوټان نه لري. له دې عکس څخه ښکاري چې په امريکايي ټولنه کې غير عادلانه او بشري حالت څومره خراب دی.

د مارچ له پيل راهيسې د امريکا حکومت د کوويد۱۹ ويروس د وبا خطرونه له پامه غورځولي او د پلرونو او ميندو د نه ملګرتيا په حال کې يې لږ تر لږه زر تنه بهرني ماشومان له خپل هېواد څخه مکسيکو،السلوادور،ګواتيمالا او هندوراس ته شړلي چې له امله يې ډېر د سرحدي کرښې ته په نژدې کمپونو کې پاتې شوي او ځينی يې په ناورغۍ د اخته کېدو له امله د ژوند له لاسه ور کولو له خطرونو سره مخ دي.

د م م د ماشومانو صندوق د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا د يادې کړنې له امله دغه ماشومان له هغو ګواښونو سره مخ دي چې خونديتوب ساتنې نشتون لري.د دې ترڅنګ دوی همدارنګه انديښنه څرګنده کړه چې دغه ماشومان چې په امريکا کې د کوويد۱۹ ويروس د اخته کيدو شک پرې کيږي،ښايې د زورزياتي او سپکاوي چلند له ګواښونو سره مخ شي.

له کوويد ۱۹ ويروس سره د مقابلې په مبارزه کې د امريکا د هغو سياستوالو له کړنو څخه د دوی رياکارانه او د بې رحمۍ څېره لاښکاره شوې چې خلکو ته درواغ وايي چې ټول د مساومي او برابرو حقوقو درلودونکي دي. دغسې بد کسان د ځاني سياسي ګټو د لټولو لپاره ټول قوانين تر پښو لاندې کړي او وحشيان شوي او له ماشومانو سره خواخوږي او همدردي نه لري

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای