CRI Online

کله چې په امريکا کې د کوويد ۱۹ ناروغۍ له امله د مړو شويو شمېر به ژر ۱ لک ته ورسېږي، ولسمشر ټرمپ په ګلف لوبې بوخت دی.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-24 16:56:20

د نيويارک پر وخت د مې په ۲۳مه نېټه نيويارک ټايمز ورځپاڼې د ټويټر له لارې د ۲۴مې نېټې خپله لومړۍ پاڼه خپره کړه. دغه پاڼه ډېره ځانګړې چاپېږي چې لوی سرليک يې دی، په امريکا کې (د کوويد ۱۹ له امله ) د مړو شويو کسانو شمېر نژدې يو لک ته ورسېږي او بې شمېره زيانونه رسېدلي دي. محتويات يې په کوويد ۱۹ د اخته کېدو له امله د زرو تنو مړو شويو امريکايانو د نومونو، عمرونو او پېژندنې په شمول له يو لړ معلوماتو څخه عبارت دي. دغه پاڼه يو وړوکی عنوان هم لري چې دوی نه يوازې په لېست کې نومونه دي، پخوا يې موږ وو. دغه خبر د زيات شمېر امريکايانو د پاملرنې راجلبېدو سبب شوی دی. دوی د کومېنټونو په ليکلو سره پر ولسمشر دونالد ټرمپ زياتې نيوکې کړې دي.

نو کله چې په امريکا کې د کوويد ۱۹ له امله د مړو شويو کسانو شمېر ژر يو لک ته ورسېږي، د دغه هېواد ولسمشر دونالد ټرمپ چېرې دی او څه کوي؟

د امريکا خبري رسنيو خبر ورکړ چې د مې په ۲۳مه نېټه که څه هم په دغه هېواد کې د مړو شويو کسانو شمېر به ژر يو لک ته ورسېږي، خو ولسمشر ټرمپ لا هم په ويرجينيا ايالت کې خپل کلب ته لاړ او پکې يې د ګلف لوبه وکړه. د امريکا نشراتي کمپنۍ (ABC NEWS) د خبر له مخې، دا له تېرو دوو مياشتو راهيسې د ولسمشر ټرمپ لومړی ځل و چې د ګلف لوبه يې وکړه. خو زياتو امريکايي خبري رسنيو او عامو خلکو دې ته پام کړی، د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر مياشت کې کله چې اېبولا ناروغۍ په لوېديځه افريقا کې په چټکۍ سره خپرېدله، ټرمپ په ټويټر کې د ګلف د لوبه کولو له امله د هغه وخت د امريکايي ولسمشر اوباما غندنه کړې وه.

دا دومره عجيبه خبر دی. په داسې حال کې چې په امريکا کې د کوويد ۱۹ خپرېدل لا تر اوسه سخت ښکاري او د مړو شويو کسانو شمېر هم ورځ تر بلې زياتېږي، د دغه هېواد ولسمشر لا هم لوبه کوي او نور لوړ پوړي چارواکي د ويرس پر ضد مبارزه کې پر نورو هېوادونو د خپلې پړې په اچولو بوخت دي. ولې دوی لا تر اوسه پر نورو د تور لګولو هڅه کوي؟ دوی د خپلو خلکو د روغتيا او ژوند په اړه اندېښنه نه کوي؟ که د امريکا چارواکي په رښتيا سره د خپلو خلکو او هېواد پر وړاندې مسؤلانه رويه لري، دوی بايد په خپل هېواد کې د ويروس د مخنيوي او کنټرول په موخه جدي او اغېزمن تدبيرونه ونيسي، نه دا چې د کوويد ۱۹ مبارزې ته سياسي رنګ ورکړی او په بېلا بېلو برخو کې د چين پر ضد دښمنۍ جوړوي. اوس مهال عام امريکايان خپل ولسمشر او لوړ پوړي چارواکيو ته تر ټولو زياته اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای