CRI Online

وانګ يي: افغانان له جګړې څخه د ځان خلاصولو او د نيکمرغه ژوند د لرلو حق لري.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-24 18:00:32

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د ۲۰۲۰ کال د مې په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې افغانستان تل د اسيا د زړه په توګه يادېږي چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره خورا اهميت لري. اوس مهال افغان حالات د چټک بدلېدو په حال کې دي. دغه هېواد سولې ته بې سارې نژدې شوی، خو پر وړاندې لار يې هواره نه ده او ۵ بېړنۍ دندې لري.

لومړی، د حکومت په دننه کې دې يووالي ټينګ شي. موږ د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت او د سياسي تړون د لاسليک هرکلی کوو او هيله لرو چې افغان حکومت ژر خپل کارونه بېرته عادي کړي. دوهم، د سولې مذکراتو چوکاټ دې جوړ شي. موږ له مختلفو خواوو څخه د اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو په اړه يووالي ته د ژر رسېدو غوښتنه کوو. درېيم، بهرني ځواکونه دې په منظم ډول ووځي. امريکايي ځواکونه دې په مسؤلانه توګه له افغانستان څخه لاړ شي او افغانستان او سيمه ييزو هېوادونو ته د زيان رسولو مخنيوی دې وکړي. څلورم، له ترهګرۍ سره دې مبارزه وکړي. بېلا بېلې خواوې دې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي او د ترهګريزو څپو د بيا راپورته کېدو مخنيوی دې وکړي. پنځم، افغانستان دې بهرنی ملاتړ تر لاسه کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې دې لا نورې هم ښې شي او نړيواله ټولنه دې د افغانستان د سولې له بهير څخه لا زيات ملاتړ برابر کړي.

د چين خارجه وزير وانګ يي څرګنده کړه چې افغانان له جګړې څخه د ځان خلاصولو او د نيکمرغه او ارام ژوند د لرلو حق لري. چينايان د نيکو ګاونډيانو او ورونو په توګه تل د افغانانو تر څنګ ټينګ ولاړ دي. چين به په دوامداره توګه د بين الافغاني مذاکراتو د پرمخبيولو، په افغانستان کې د سولې او ثبات د اعاده کولو، د اقتصادي بيا رغونې د چټکولو او په سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د اغېزمن ګډون لپاره خپل رغنده ولوبوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای