CRI Online

په افغانستان کې د چين لوی سفير وانګ يو د دغه هېواد د بهرنيو چارو له سرپرست وزير محمد حنيف اتمر سره ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-05-24 19:40:11

په افغانستان کې د چين ولسي جمهوريت لوی سفير وانګ يو د دغه هېواد د بهرنيو چارو له سرپرست وزير محمد حنيف اتمر سره ليدنه وکړه او په افغانستان کې د سولې بهير په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.

اتمر وويل چې په افغانستان کې دوه لويې سياسي قواوې هوکړې ته رسيدلې او د جوړ جاړي حکومت جوړ شوی دی، نو په دغه هېواد کې د سولې جوړ جاړي بهير ته اړتيا لري. زه به د بهرنيو چارو وزير په توګه دې برخه کې فعال رول ولوبوم او د بين الافغاني مذاکراتو د هڅونې لپاره به کوشش وکړم. چين په افغانستان کې د سولې او جوړ جاړي بهير د هڅولو په ترڅ کې ځانګړی او مهم رول لوبوي او هيله لري چې چين په مداومه توګه له افغانستان سره مرسته وکړي او ورڅخه ملاتړ وکړي تر څو په افغانستان کې ژر سوله او ثبات رامنځته شي.

لوی سفير وانګ يو په افغانستان کې د سياسي رکود د ماتولو هرکلی وکړ او ويې ويل چې د دغه هېواد حالات په کيليدي موده کې دی. بېلا بېلې خواوې بايد په افغانستان کې د سولې رامنځته کولو لپاره لا زياتې هلې ځلې وکړي. چين د افغانستان د ګاونډي هېواد او دوست په توګه تل د دغه هېواد د خلکو درناوی کوي چې د پرمختګ خپلې لارې وټاکي او غواړي چې په دغه هېواد کې د سولې او جوړ جاړي بهير ملاتړ کوونکی، همغږی کوونکی او اسانتياوې برابروونکی وګرځي. چين به د افغانستان له اړوندو خواوو سره همغږۍ او تګ راتګ زيات کړي او د دغه هېواد د مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره به مثبت رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای