CRI Online

د چين د مدني قانون لايحې په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2020-05-24 19:55:37

د چين د مدني قانون لايحه د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې ترارزونې لاندې دی او له دې څخه څرګنديږي چې دغه قانون به ژر تصويب شي. دغه قانون د نوي چين د جوړېدو راهيسې لومړی قانون دی چې د کوډ په نوم ياديږي، څه دپاسه زر مادې او څه دپاسه يو لک خطونه لري.

لومړي دغه قانون سيستماتيک اهميت لري. د دغه مدني قانون لايحه د پخوانيو قانوني مادو او معيارونو ته پر کتنې بيا جوړه شوې لايحه نه ده او په اسانه توګه د پخوانيو قانوني مادو ترسيم کول هم نه دي، خو په سيستماتيکه توګه پخواني قانوني مادې تنظيم شوې دي. د مدني قانون سيستماتيک کيدل په چين کې د قانوني سيستم بشپړېدو بهير په لوري يو مهم ګام دی او د هېواد د اداره کولو سيستم او توان د عصري کيدو لپاره د ميکانيزمونو مهم بنسټ جوړوي.

دويم دغه قانون د خلکو پر اهميت تمرکز کوي. د مدني قانون د خلکو لپاره جوړېږي او د خلکو حقوقو ته پاملرنه کوي. د دغه قانون يو مهم ټکی د خلکو د حقوقو او ګټو پر ساتلو ټينګار دی.

دريېم دغه قانون د چيني کولتور او د پخواني مدني قانون غښتلې لاسته راوړنې ساتلې دي. مدني قانون په پراخو ساحو پورې اړه لري چې د لرغونې روم له قانون څخه سرچينه اخلي او په زياتو هېوادونو کې مدني قانونونه شتون لري. له اوږدې مودې راهيسې په چين کې د مدني قانون جوړولو په بهير کې لاسته راوړنې ډېرې دي. د دغه مدني قانون د لايحې جوړولو په ترڅ کې په تاريخ کې د مدني قانون غښتلي ټکي ساتل او د دغه قانون په څيړنو کې له ښو لاسته راوړنو څخه تجربې اخيستل شوې دي.

څلورم دغه قانون عصري ځانګړتيا لري. د اوسنۍ زمانه د مالوماتي کيدو وخت دی. نو په مدني قانون کې بايد د مالوماتو په هکله محتويات معياري شي، لکه انلاين قررادادونو د جوړولو اصولو بشپړول او د انټرنيټ له لارې د نورو پر حقوقو تيري کول دي. سربيره پر دې په دی مدني قانون کې د چاپيريال د ساتلو په هکله اصول هم ځای پر ځای شوي دي.

پنځم دغه مدني قانون پرانيستې ځانګړتيا لري. اوس دغه قانون ۱۲۶۰ مادې لري، خو لا هم د خلکو د ژوند پوره اړتياوو ته رسيدلی نه شي کولی. زموږ اصلاحات لا هم په ژوره توګه روان دي. نو د راتلونکو اصلاحاتو لپاره به ښايي د وخت سره سم په دغه قانون کې نورې مادې هم زياتې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای