CRI Online

د امريکا هغه سياستوال چې په ټولنه کې نژادي تبيعض، سپکاوی او نفرتونه خپروي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-24 20:58:21

د امريکا واشنګټن پوست ورځپاڼې په دې وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې د کوويد-۱۹ وبا د رامنځته کېدلو په وخت کې د ماساچوسيت عمومي روغتون يوه چيني الاصله داکتره لوسي لي د خپل اسيايي څېرې له امله د نورو لخوا په بدو الفاظو سپکا شوی او ځيني ناروغان حتی د هغې درملنه نه مني.اوس په امريکا کې اسيايي طبي کارکوونکي يوه خوا په ويروس د اخته کېدو تر خطرونو لاندې د ناروغانو درملنه کوي، بله خوا د نژادي نفرت او سپکاوي له فشارونو سره مخ دي.

اوسمهال په امريکا کې د نژاد پرستۍ غوښتنې د بيا راپورته د امريکا د سياستوالو له لمسون سره ټينګې اړيکې لري. د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدلو راهيسې د امريکا ځينو سياستوالو د وبا د کنټرولوونکو کارونو د ناکاميو د پړې څخه د ځان خلاصون لپاره نژادي نفرت لمسونه کوي او پر چين بې مورده تور لګوي. د دغو امريکايي سياستوالو په لمسون څخه د ځان خلاصون سره په دغه هېواد کې له اسيا، افريقا او لاتينې امريکا څخه امريکايان له زياتو ستونزو سره مخ دي. دوی يوه خوا په دغه هېواد کې د وبا د کنټرولوونکو کارونو د ناکميو له امله له روغتيايي خطرونو سره مخ دي. بله خوا د وبا له امله د دوی د بې کارۍ انډول ډېر زيات شوی چې د دوی اقتصادي حالت ورسره ډېر مشکل شوی.

سربيره پر دې اسيايان او افريقايان له نژادي تبيعض او نفرت سره مخ دي. د وبا له رامنځته کېدو وروسته د اسيايانو نامساوي چلنجول په امريکا کې د وبا د کنټرول په کارونو کې عمده خنډونه جوړ کړي دي. مثلا په امريکايي داکترانو او نرسانو کې د اسيايانو شمېر په جلا جلا توګه اتلس او لس سلنه نيسي. امريکايي سياستوال نژادي نفرت راپورته کوي، نو د اسيايي طبي کارکوونکو ژوند او امنيت له سختو ګواښونو سره مخ دی. نو په دغه هېواد کې د طبي قواوو د لا کميدو امکان زيات شوی دی، نو دغه وبا به لا نوره سخته شي.

بله خبره چې د امريکا په عمومي نفوس کې شپږ سلنه اسيايان د اقتصاد، ښوونې، روغتيا، ساينس او تېکناروژيو او کولتور په شمول بېلا بېلو ساحو کې کار کوي او سترې اقتصادي ګټې يې جوړې کړې دي.

اوسمهال امريکايي سياستوال په بيړه ډول اقتصادي چارې اعاده کړي. که اسيايان د نژادي نفرت په زيانونو ځپل دی، په پای کې به د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ په ترڅ کې خنډونه رامنځته کړي. نو په دغه هېواد کې د اسيايانو په وړاندې له نژاد غوښتنې سره د مخالفت کولو نظريې لا پورته شوې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای