د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د مې په ۲۴مه نېټه يو لړ تازه شميرې خپرې کړې چې له مخې يې له چين پرته په نوره نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د ټولټال ۵۱۱۹۹۸۳ تنو اخته کېدل تشخيص شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د ورځني رپوټ له مخې، د منځنۍ اروپا پر وخت د ۲۴مې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو له چين پرته په نړۍ کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۱۰۱۴۹۹ زيات شوی چې عمومي شمېر يې ۵۱۱۹۹۸۳ ته رسېدلی دی. دغه راز د دغه ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۴۲۸۶ زيات شوی چې ۳۳۳۰۴۲ ته رسېدلی دی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |