CRI Online

افغانستان کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو شمېر له ۱۰ زرو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 10:31:31

سينهوا اژانس د مې په ۲۴مه نېټه له کابل څخه خبر ورکړ، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې پر کوويد ۱۹ د اخته شويو شمېر ۵۸۴ دی چې په عمومي ډول ۱۰۵۸۲ ته رسېدلی، د دغه ويروس له امله د مړو شويو کسانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله ۲ زيات شوی چې ۲۱۸ ته رسېدلی دی.

د افغان حکومت د فبرورۍ له پای څخه د هېواد په ځينو ځايونو کې د ګرځبنديز لګولو اعلان کړی دی، پرته د درملو او خوراکي دوکانونو څخه نور ټول دوکانونه بايد بند شي. حکومت له ښاريانو څخه په کورونو کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده. د عامې روغتيا وزارت د اټکل سره سم، که هيڅ ډول تدبيرونه و نه نيول شي، ۸۰ سلنه افغانان به په دې ويروس اخته شي.

چين د اپرېل له پيل څخه تر اوسه د مرستو څلور جوپې افغانستان ته لېږلې چې د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه کې ترې استفاده وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای