د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د می د ۲۳مې نېټې په شپه اعلان وکړ چې د روانې مياشتې له ۲۴مې نېټې څخه به د کوچني اختر په مناسبت له افغان حکومت سره درې ورځنی اوربند وکړي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د طالبانو مشرانو دا پرېکړه کړې ده چې د کوچني اختر په موده کې به پر خپل دښمن بريد و نه کړي. خو که دښمن بريد وکړي، نو دوی په ځوابي تدبيرونه ونيسي. په دې اعلاميه کې طالبانو له خپلو ټولو وسلوالو څخه غوښتنه کړې چې د حکومت تر کنټرول لاندې سيمې ته لاړ نه شي، په عين وخت کې افغان امنيتي پوځ هم د طالبانو تر واک لاندې سيمو ته د ننوتلو اجازه نه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |