د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شينجيانګ غړي مطرب حسمو د مۍ په ۲۴مه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې ملي کمېټې د درېيمې کلنۍ غونډې په دوهمه عمومي غونډه کې وويل، د شينجيانګ اوسني ارام وضعيت د چينايانو په ډېرو کوښښونو تر لاسه شوی او بايد ور ته ډېر ارزښت ورکول شي.
نوموړي وويل، د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې، د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې ګوندي کمېټې په کلکه توګه د مرکزي حکومت پرېکړې او ترتيبات تطبيق کړي، په تېره بيا د ټولنيز ثبات او دايمي ارامتيا موخو ته د رسېدو لپاره يې يو لړ اغېزناک تدبيرونه نيولي او په قوي توګه يې د ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتنې درې ځواکونه ځپلي، د ترهګريزو پېښو ښه مخنيوی يې کړی او د ټولنيز وضعيت دوامداره ثبات يې ساتلی دی. اوس په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو وګړيو د ډاډ او خونديتابه احساسات ډېر پياوړي شوي او دوی د انارو د دانو په شان خپل ټينګ يووالی ساتي. د يو ځايي اويغوري په توګه چې په شينجيانګ کې ژوند او کار کوم، د خپل ټاټوبي په اړه ډېر د افتخار او وياړ احساس کوم. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |