CRI Online

چين د ګردې نړۍ د ګډو ګټو هميشنی ساتوونکی پاتې شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 11:08:21

د چين د ۱۳مې دورې ملي ولسي کانګرس د ۳مې کلنۍ غونډې يوه مطبوعاتي ناسته د مۍ د ۲۴مې نېټې تر غرمې وروسته تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د چين او بهرنيو خبريالانو سره دوه ساعته خبرې وکړې او د دوی ۲۳ پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. هغه د کوويد-۱۹ ويروس د ناروغۍ پر وړاندې د نړيوالو اړيکو، د چين د ملي حاکميت او د نړيوالې حکومتدارۍ په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د نړيوالې عامې روغتيا پر وړاندې د روان بحران د له منځه وړلو په پار يې د څواړخيزې همکارۍ په اړه د چين اراده ،د ملي حاکميت د ساتلو لپاره د چين پرېکړه او د نړۍ د راتلونکي پرمختګ په اړه د چين دريځ او نظر وښود او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوې د انسانانو د ګډ برخليک د ټولنې مفکوره يې پوره منعکس کړه.

لومړی، وانګ يي په مستقيمه توګه تودو مسئلو ته ځوابونه ورکړل چې دا د چين ارامښت ، اعتماد او معقوليت ښيي.

وانګ يي په دغې مطبوعاتي غونډې کې وويل چې ويروس انسانانو ته ماتې نشي ورکولی او انسانان به خامخا ماتې ورکوي.د چين او ځينو امريکايي سياستوالو ترمنځ اختلاف "د حق او دروغو تر منځ فاصله" ده. چين د ويروس سرچينې د موندلو په څېړنه کې د نړيوالې ساينسي ټولنې همکارۍ ته خلاصه رويه لري او ټينګار کوي چې دا پروسه بايد مسلکي ، عادلانه او رغنده وي. وانګ يي له يادې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د چين د مرستو په پار د يو شمېر لوېديځو هېوادونو د بدنامۍ غبرګون کې وويل چې چين هېڅکله د جغرافيايي سياست هدف نه دی تعقيب کړی ، هېڅ اقتصادي ګټې يې نه دي محاسبه کړي او هېڅ ډول سياسي شرايط يې نه دي ايښې او نه يې په فکر کې لري .د چين اصلي اراده تر خپلې وسې پورې د ډېرو بې ګناه خلکو ژغورل دي .

د يادونې وړ دا ده چې د امريکا د ځينو سياسي ځواکونو لخوا د وبا د سياسي کېدو له امله، د چين او امريکا اړيکې خرابې شوي چې د نړيوالې ټولنې ژورې انديښنې يې راپورته کړې دي.په دې اړه وانګ يي په ياده مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين نه غواړي امريکا بدله کړي او نه هم غواړي د امريکا ځای ونيسي . امريکا هم نشي کولی په خپله خوښه چين بدل کړي او نه هم کولی شي چې د ۱۴۰۰ ميليونو چينايانو د پرمختګ مخه ډب کړي.

دوهم ،وانګ يي له واقيتونو او شواهدو سره سم د هانکانګ او تايوان مسئلو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او په کلکه يې د ملي حاکميت دفاع وکړه . هغه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې د هانکانګ چارې د چين کورنۍ چارې دي او هېڅ بهرنۍ لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي. د ملي امنيت ساتل تل د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مرکزي واک او يو معمول کار دی.

درېيم ،چين د نړيوالې حکومتدارۍ سيسټم د بشپړولو لپاره لايحه وړاندې کړې او دا د بشري ټولنې د پرمختګ لپاره د چين مسؤليت دی.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو ورځو کې د روغتيا په نړيواله غونډه کې په خپله وينا کې په فعاله توګه د کوويد -۱۹ ويروس له ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د روغتيا نړيوال سازمان د رول ستاينه وکړه .وانګ يي په ياده مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د روغتيا د نړيوال سازمان ملاتړ کول د ژوند ژغورلو په مانا دی.

اوس مهال ، نړيواله ټولنه لاهم له ناروغۍ سره په مبارزه بوخته ده او پدې پروسه کې يې په دوامداره ډول الهام او انعکاس ترلاسه کړی دی. له ډېرو مهمو ټکو څخه يو ټکی دا دی چې بېل بېل هېوادونه په يوې کرې کې ژوند کوي. انسانان په حقيقت کې د ګډ برخليک ټولنه لري. له نژادي توپير پرته او په ټينګ يووالي او همکارۍ کولی شو وبا له منځه يووسو او نوی پرمختګ ومومو. د يو مسؤلانه هېواد په توګه ، چين به د ناروغۍ ضد نړيوالو هڅو کې خپلو مرستو ته پر له پسې دوام ورکړي او د نړۍ د ټولو هېوادونو د ګډو ګټو تر څنګ او د تاريخي پرمختګ په ښي اړخ کې به هميشه ولاړ وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای