CRI Online

له چين څخه د تاوان اخيستلو په غرض د لوېديځو هېوادونو بد نيت ناکام شو، نو په واقعي ډول څوک له تحقيق ډارېږي ؟

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 11:16:56

د روغتيا ۷۳مه نړيواله غونډه تازه پای ته رسېدلې ده، د چين او نورو ۱۴۰ غړو هېوادونو تر منځ پرېکړه ليک تازه لاسليک شوی، خو ځينو لوېديځو سياستوالو يو ځل بيا د واقعيتونو پر ضد خپلې اوازې جوړې او خپرې کړې. دوی وايي، چې د يادې غونډې اصلي موخه په چين کې د تحقيقاتو کول دي، چين د دې پرېکړه ليک امضا کولو ته اړ شوی. خو حقيقت دا دی چې هر څوک خبر دي چې چين د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه کې تر خپلې وسې پورې نه ستومانه کېدونکي هڅې او کوښښونه کړي دي، وتوانېده چې لنډه موده کې د خپل هېواد په دننه کې د دې ويروس د خپرېدو لاره بنده کړه، د خلکو ژوند، روغتيا او امنيت يې وساتل او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ يې پرمخ بېولی دی. چين په تيره فبرورۍ مياشت کې د روغتيا نړيوال سازمان کارپوهانو ته په وو هان کې د پلټنې بلنه ورکړې، په دې برخه کې چين له هېڅ ډول تحقيق او پلټنې نه ډارېږي، خو چين له هر هغه ډول تحقيق سره چې بد سياسي نيت لري، ټينګ مخالفت کوي.

د روغتيا نړيوال سازمان په چين کې د تحقيق او له چين څخه د تاوان اخيستلو هيڅ ډول غوښتنه نه ده وړاندې کړې او دا د ځينو سياستوالو له هيلې سره سمون نه لري، د روغتيا د نړيوالې غونډې له ادرسه پر چين باندې د بې اساسه تور د لګولو په اړه د دوی نيت ناکامه شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای