CRI Online

چين له افغانانو څخه ملاتړ کوي چې له جګړې څخه د ځان خلاصولو او د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 11:50:04
چين له افغانانو څخه ملاتړ کوي چې له جګړې څخه د ځان خلاصولو او د نيکمرغه ژوند د تر لاسه کولو لپاره کوښښونه وکړي

د چين د ۱۳مې ملي ولسي کانګرس د درېيمې کلنۍ غونډې په ترڅ کې د می په ۲۴مه نېټه د چين د ديپلوماتيکو تګلارو او بهرنيو اړيکو تر عنوان لاندې يوه خبري ناسته ترسره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په دغه ناسته کې څرګنده کړه چې افغانستان د اسيا زړه يادېږي چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره خورا اهميت لري. اوس مهال د افغانستان حالات د چټک بدلېدو په حال کې دي. دغه هېواد سولې ته بې سارې نژدې شوی، خو پر وړاندې لار يې هواره نه ده او ۵ بېړنۍ دندې لري.

لومړی، د حکومت په دننه کې دې يووالي ټينګ شي. موږ د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د ګډ حکومت او د سياسي هوکړې د لاسليک هرکلی کوو او هيله لرو چې افغان حکومت ژر خپل کارونه بېرته عادي کړي. دوهم، د سولې د مذکراتو چوکاټ دې جوړ شي. موږ له مختلفو خواوو څخه د اوربند او د بين الافغاني مذاکراتو په اړه يووالي ته د ژر رسېدو غوښتنه کوو. درېيم، بهرني ځواکونه دې له افغانستانه په منظم ډول ووځي. امريکايي ځواکونه دې په مسؤلانه توګه له افغانستان څخه لاړ شي او افغانستان او سيمه ييزو هېوادونو ته د زيان رسولو مخنيوی دې وکړي. څلورم، بېلا بېلې خواوې دې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته دوام ورکړي او د ترهګريزو څپو د بيا راپورته کېدو مخنيوی دې وکړي. پنځم، افغانستان دې بهرنی ملاتړ تر لاسه کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې دې لا نورې هم ښې شي او نړيواله ټولنه دې د افغانستان د سولې له بهير څخه لا زيات ملاتړ برابر کړي.

وزير وانګ يي څرګنده کړه چې افغانان له جګړې څخه د ځان خلاصولو او د نيکمرغه او ارام ژوند د لرلو حق لري. چينايان د نيکو ګاونډيانو او وروڼو په توګه تل د افغانانو تر څنګ ټينګ ولاړ دي. چين به په دوامداره توګه د بين الافغاني مذاکراتو د پرمخبيولو، په افغانستان کې د سولې او ثبات د اعاده کولو، د اقتصادي بيا رغونې د چټکولو او په سيمه ييزو همکاريو کې د افغانستان د اغېزمن ګډون لپاره خپل رغنده ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای