CRI Online

سپينې ماڼۍ اعلان وکړ چې هغو بهرنيانو ته به امريکا ته د داخلېدو اجازه ور نه کړي چې برازيل ته تللي.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 15:51:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په برازيل کې د کوويد ۱۹ ويروس د خپرېدو په سختوالي سره د امريکا سپينې ماڼۍ د اپريل په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې هغو بهرنيانو ته به امريکا ته د داخلېدو اجازه ور نه کړي چې برازيل ته تللي.

سپينې ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې هغه بهرنيان چې په تېرو دوو اوونيو کې برازيل ته تللي وو، امريکا به خپل هېواد ته د لنډمهالي سفر اجازه ور نه کړي تر څو دغه کسان د امريکا د کوويد۱۹ ويروس د خپرېدو نوې سرچينه ونه ګرځي.دغه تدابير د مې د ۲۸مې نيټې د شپې له يوولسو بجو او ۵۹دقيقو څخه نافذ شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای