CRI Online

د چين د ساينس اکاډمۍ غړی:چيني ساينس پوهانو له کوويد ۱۹ ويروس سره د مبارزې لپاره مهم علمي زمينه برابره کړې

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 17:00:19

د مې تر ۲۳مې نيټې د کوويد ۱۹ ويروس د ساري ناروغۍ د خپرېدو له امله په نړۍ کې څه باندې پنځه مليونه او يو لک په دې ويروس اخته شوي او څه باندې درې لکه او دېرش زره تنه مړه شوي دي. د دې ويروس پرضد د واکسين څېړنه د پاملرنې وړ ده.د چين څېړنيزې ډلې د مې په ۲۲مه نېټه د لانسټ په مجله کې د دې ويروس پرضد د واکسين د لومړي پړاو ازموينې د نتيجې په اړه څېړنيزه مقاله خپره کړه چې له مخې يې دغه واکسين د ډاډوړ دی او د معافيت د رامنځته کولو لپاره ښه رول لري. د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي او د چين د سياينس اکاډمۍ غړي ژو ځي هه وويل چې شک نه لري چې د چين ساينس پوهانو څېړنيز کارونه له کوويد ۱۹ سره د مبارزې لپاره ډېر مهم کارونه تر سره کړي او مهمه علمي زمينه يې برابره کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای