د چين د ملي ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلمسې ملي کميټې د درېيمې غونډې د ټولو غړو دوهمه غونډه د مې د ۲۴مې نيټې د سهار په نهو بجو د خلکو په لوی تالار کې تر سره شوه.
د چين د ملي ولسي سياسي مشهورتي کنفرانس د ملي کمیټې غړې او د روغتيا نړيوال سازمان پخوانۍ عمومی مديرې مارګريټ چن له کوويد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې د نړيوالې همکارۍ او د انسانانو ګډ برخليک ټولنې په هکله خپل نظرونه څرګند کړل. هغې وويل چې اوس د کوويد ۱۹ ويروس په باب د انسانانو معلومات ډېر نه دي او د اړوندو درملو او واکسین څېړنه لاهم روانه ده، نو په علمي او تخنيکي لارو چارو په دې مبارزه کې د بريا موندل وخت ته اړتيآ لري.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |