CRI Online

شي جين پينګ:د هو بۍ ولايت او وو هان ښار به هرو مرو بيا سمسور شي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 17:05:20

د چين د ملي ولسي کانګرس کلنۍ غونډه په بېجينګ کې روانه ده.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د هو بۍ ولايت د پلاوي په مشورتي غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د دې ولايت بېلا بېلو ټولنې وهڅولې چې له کوويد ۱۹ ويروس سره ټينګې مبارزې ته ادامه ور کړي او په دې اند دی چې د هو بۍ ولايت او وو هان ښار به هرو مرو بيا سمسور شي.

د چين د رئيس شي جين پينګ په مشرۍ ياد ولايت او وو هان ښار د درېيو مياشتو لپاره د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پرغوڅ برياليتوب تر لاسه کړی او چين دغه ويروس کنټرول کړی دی.نو رئيس شی جين پينګ وغوښتل چې د هو بۍ ولايت د پلاوي په مشورتي غونډه کې ګډون وکړي او ويې ويل چې تاسې ټول د هو بۍ ولايت د خلکو استازي يئ او ستاسو د حال واحول پوښتنې کوم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای