د واشينګټن پوست د مې په ۲۲مه نېټه د امريکا د يوه لوړ پوړي چارواکي په قوله ويلي چې د دې هېواد د دولتي امنيت چارواکو د روانې مياشتې په پنځلسمه نېټه په يوه غونډه کې د زروي ازموينو د بيا پيل پر شونتيا بحث وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې دې ته په اشارې سره وويل چې چين اړوند خبر ته ډېره پاملرنه کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې بايد خپله ژمنه پوره کړي او د بې وسلې کولو او د زروي وسلو د نه خپرېدا تړون ته درنا وی وکړي او د نړيوال ثبات ستراتيژۍ ته زيان ونه رسوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |