CRI Online

آيا د کرونا وبا له امله له چين څخه تاوان اخيستل شوني دي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-05-25 20:51:33

د مې په ۲۴ مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس د کلنۍ غونډې په اړه خبري ناسته کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په جدي توګه وويل، چې د کرونا ويروس په برخه کې تورونه حقيقت نه لري، له قانوني پلوه بې بنسټه دي او په نړۍ کې تر دې پخوا هم ساري ناروغۍ رامنځ ته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا او غربي هېوادونو سياستوالو پدې وروستيو ورځو کې د کرونا وبا له کبله د چين پرضد د حقوقي دعوا او د تاوان اخيستلو غوښتنه کړې ده.

تراوسه پورې د نړۍ په کچه طب او ساينس پوهانو د کوويد-۱۹ ويروس سرچينه نه ده تائيد کړې. سروې ښيي چې په امريکا، فرانسه او څو نوروهېوادونو کې د تېر کال په نومبر مياشت کې او آن لا وړاندې د کوويد -۱۹ پېښې رامنځته شوې وې،خو امريکا ولې پدې برخه کې يوازې پر چين انتقاد کوي؟

آيا د ځيني امريکايي سياستوالو دا ادعا به قانوني نسټ ولري چې ويلي يې دي د چين پرضد به حقوقي دعوا وکړي ؟ د نړيوال قانون له مخې، د يوه هېواد کړنې او شتمنۍ د بل هېواد د قوانينو، قضا او ادارې تر کنترول لاندې نه دي، نو که امريکا د چين پرضد حقوقي دعوا غواړي، بايد لومړی خپل هغه قانون تعديل کړي چې نوم يې د بهرني حاکميت د مصونيت قانون دی او په ۱۹۷۶ کال کې نافذ شوی دی. خو د دغه قانون په تعديل سره به خامخا د نړيوال قانون اوسنی نظم متزلزل شي او امريکا به هم د نورو هېوادونو له حقوقي دعواوو سره مخ شي.

د يېل(Yale) پوهنتون استاد، قانون پوه روبرټ ويليامس د امريکا له خوا د کرونا وبا له امله د چين پرضد احتمالي حقوقي دعوا ته په اشارې سره داسې وايي : ښايي د امريکا دعوا بريالی نه شي، برعکس به خپل ځان ته ستر زيان و رسوي. د جرمني د فيدرالي پارلمان لخوا په تازه خپورشوي رپوټ کې راغلي چې له چينه ګرمې او تاوان اخيستلو په اړه د امريکا نيت ډېر د خندا وړ دی، ځکه داسې شواهد نه شته چې ثابته کړي په چين کې کرونا وبا په امريکا کې رامنځ ته شوي زيانونه سره مستقيمې اړيکې لري.

د ۲۰۰۹ کال په پيل کې د H1N1 انفلونزا په لومړي ځل په امريکا کې رامنځته شوه او بيا د نړۍ څه باندې ۲۰۰ هېوادونو او سيمو ته خپره شوه او وروسته د روغتيا نړيوال سازمان د دغه وبا د خطر درجه تر ټولو لوړه اعلان کړه. د ټونګ په نوم طبي مجلې کې په ۲۰۱۲ کال کې خپره شوې سروې ښي چې د ۲۰۰۹ کال له اپريل څخه د ۲۰۱۰ کال تر اګست پورې د يادې وبا له کبله په نړۍ کې له ۱۵۱۷۰۰ څخه تر ۵۷۵۵۰۰ پورې کسان مړه شول، خو تراوسه پورې هېچا يا ډلې له امريکا څخه د تاوانونو غوښتنه نه ده کړې. په م م کې د سينګاپور استازي کيشور محبباني وايي ، چې په ۲۰۰۸ کال کې نړيوال پولي بحران د امريکا د Lehman Brothers شرکت له مفلسۍ څخه پيل شوی، خو نړيوالو له امريکا څخه د تاوان غوښتنه کړې؟

نننی چين د سلو کلونو وړاندې چين نه دی او نننۍ نړۍ هم د سلو کلونو وړاندې نړۍ نه ده. لکه څنګه چې د چين خارجه وزير وانګ يي ويلي، که څوک په بې بنسټه توګه د چين پرضد د حقوقي دعوا د وړاندې کولو له لارې د چين پر حاکميت او حيثيت تېری او د چينايانو د زيارونو د نتيجې ننګول غواړي، نو هرومرو به ناکام شي.

چين د خپل حيثيت او ګټو د ساتلو توان لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای