CRI Online

چين د ذروي ازموينې د بيا پيل د شونتيا په باب د امريکا اړوندو خبرو اترو ته جدي پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 10:37:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امريکا په دې وروستيو ورځو کې د ذروي ازموينې د بيا پيل د شونتيا په باب خبرې اترې کړې دي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۲۵مه نېټه د دې په هکله وويل، چين د امريکا دغه عمل ته ډېره جدي پاملرنه کوي.

جاو لي جيان په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د ذروي ازموينې د هر اړخيز مخنيوي تړون د ذروي وسلو د کنټرول په غرض د نړيوال سيستم کليدي برخه ده، که څه هم تر اوسه پورې دغه تړون نافذ شوی نه دی، خو د ذروي ازموينې مخنيوی له نړيوالو مقرراتو سره سمون لري. دغه تړون د ذروي وسلو د کمولو، د ذروي وسلو د خپرېدو د مخنيوي او د نړيوالې سولې او امنيت د ساتنې لپاره مهم رول لوبوي. د امريکا په ګډون پنځه ذروي وسلې لرونکو هېوادونو دغه تړون امضا کړی دی او د ذروي ازموينې د لنډ مهالي بندولو ژمنه يې کړې ده. موږ له امريکا څخه غوښتنه کوو، چې خپله وظيفه پر غاړه واخلي، خپله ژمنه ادا کړي، په جدي توګه د دې تړون اصول او دندې وساتي او د نړۍ د ستراتيژيک ثبات له خرابولو څخه دې لاس واخلي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای