CRI Online

ګوټريس له افريقايي هېوادونو څخه وغوښتل چې د کوويدـ۱۹ ويروس د خپرېدو په وخت کې دې اوربند وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 10:44:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي ګوټريس د می په ۲۵مه نېټه د افريقايي ورځ رارسېدو په مناسبت وينا خپره کړه، چې افريقا د کوويدـ۱۹ ويروس پر ضد په مقابله کې د غوره لارښوونې توان څرګند کړی، خو شخړې او جنګونه لا په ډېرو هېوادونو کې روان دي.

ګوټريس وويل، کوويدـ۱۹ ويروس وبا د دوامداره پرمختګ د تر سره کولو او (( د افريقايي ټولنې د ۲۰۶۳ کال اجنډا)) د پلي کولو په برخو کې د افريقايي هېوادونو هڅو ته تاوان اړولی دی. افريقايي ټولنې ځانګړې کاري ډله جوړه کړې چې د دې ويروس پر ضد د افريقايي وچې لپاره يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړي او نړيوال ملاتړ تر لاسه کړي. د افريقايي ټولنې د سولې او امنيت کميټې اړوند تدبيرونه نيولي دي څو چې د سوله تړون او سوله ييز بهير پر پلي کېدو باندې د کوويدـ۱۹ ويروس بدې اغېزې لېرې کړي. هغه له افريقايي هېوادونو څخه وغوښتل چې د دې ويروس د خپرېدو په وخت کې اوربند وکړي او په ګډه ټول د ويروس پر ضد مبارزه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای