CRI Online

د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د دغې سيمې په باب د چين د ملي ولسي کانګرس د اړوند پرېکړه ليک له مسودې څخه ملاتړ کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 10:57:36

د هانکانګ د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو په دې وروستيو کې دا ويلي دي، چې د هانکانګ په خاصه اداري سيمه کې د ملي امنيت د ساتنې قانون جوړونه او د دې قانون د پلي کېدو ميکانيزم بشپړتيا د ملي امنيت د ساتنې، د " يو هېواد، دوه نظامونه " پاليسۍ د عملي کېدو او د هانکانګ د دايمي امن، سمسورتيا او پرمختګ لپاره ګټوره ده.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيال رئيس دونګ جيان هوا د مې په ۲۵مه نېټه په تلويزيوني خبرو کې په هانکانګ کې د ياد قانون د جوړونې اړتياوې او ارزښتونه بيان کړل او له ښاريانو څخه يې وغوښتل چې د ګډو ګټو د ساتنې لپاره ياد قانون عملي کړي، څو د " يو هېواد، دوه نظامونه " تګلاره په ثابته توګه رول تر سره شي.

هغه وويل، هانکانګ په تير يو کال کې د سختې ناروغۍ په بستر و، د ملي امنيت د ساتنې قانون د هانکانګ د ناروغۍ درملنې او روغتيا لپاره ښه درمل دي. د ملي امنيت ساتل د ۷ ميليونو او ۵ لکو هانکانګيانو، د ۱ مليارډ او ۴۰۰ مليونو چينايانو او د ګډ پرمختګ پر اصولو د نړيوالې ټولنې له ګټو سره سمون لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای