CRI Online

د چين د سوداګريزو چارو وزير : چين به له نورو هېوادونو سره په تجارتي چارو او پانګونو کې د بنسټيزو ګډونوالو د ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 11:00:03

د چين دسوداګريزو چارو وزير جونګ شان د مې په ۲۵مه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په درېيمه غونډه کې خبري رسنيو ته وويل، له نورو هېوادونو سره په تجارتي چارو او پانګونو کې د بنسټيزو ګډونوال ساتل ډېر مهم او لازم دي. له نورو هېوادونو سره تجارتي چارې او پانګونه د اصلاحاتو او ورخلاصون مهمه برخه ده، که بنسټيز ګډون کوونکي وساتل شي، له نورو هېوادونو سره د چين سوداګريزې چارې په ثابته توګه وده او پرمختګ کېدای شي.

جونګ شان وويل، په تيرو ۴۰ کلونو کې، له نورو هېوادونو سره سوداګريزو چارو په چټک او ګړندي ډول وده او پرمختګ کړی او دې د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي.

هغه له نورو هېوادونو سره په تجارتي چارو او پانګونو کې د بنسټيزو ګډون کوونکيو د ساتلو په غرض دوه وړانديزونه وړاندې کړي، لومړی، بايد د بهرنيو پانګونو ارزښت زيات شي، دوهم، اوسنۍ بهرنۍ پانګونې به وساتل شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای