CRI Online

د يو تعظيم تر شا کېسې

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 12:04:17

(د ووهان ښار د قرنطين په موده کې يو چنګ د داوطلبې په توګه د استوګنيزې سيمې د اوسېدونکو لپاره د خدمت په حال کې)

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د می په ۲۴مه نېټه د حکومت د کاري راپور د څارنې او بحث په اړه د هوبۍ ولايت د استازو په غونډه کې ګډون وکړ. د هېواد د ملي ولسي کانګرس غړې يو چنګ چې د وو هان د سپکو صنايعو د دوهم مکتب ښوونکې ده، له وينا وروسته راپاڅېده او د خپل ټاټوبي د خلکو د هيلې په اساس شي جين پينګ ته د تعظيم په توګه سر ټيټ کړ. کله چې ووهان ښار د کوويد-۱۹ ويروس د خپرېدو له امله تر قرنطين لاندې و، نوموړې د استوګنيزې سيمې د يوې داوطلبې په توګه له نورو کارکوونکو او داوطلبانو سره د اوسېدونکو لپاره خدمتونه کړي. هغې له موږ سره رښتينې کيسې شريکې کړې.

 د يوه ۸۷ کلن سپين ږيري د حيرانۍ وړ کيسه

(۸۷کلن بوډا)

يو ۸۷ کلن بوډا پر کوويد-۱۹ ويروس د اخته کېدو له امله روغتون ته وليږدول شو او وضعيت يې سخت و. روغتون د ده د درملنې لپاره له ۹ کارکوونکو څخه جوړه شوې طبي ډله ترتيب کړه. نوموړی د دې طبي ډلې تر کوښښونو لاندې بيا روغ او له روغتون څخه رخصت دی. نوموړي اغلې يو چنګ ته وويل، دا د تصور نه وتلی کار دی چې په لنډه موده کې حالت بدل او کنترول شوی دی، يوازې د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې او د سوسياليستي نظام په رڼا کې دغسې کار تر سره کېدای شي.

په هوبۍ ولايت کې تر ۳۶۰۰ زيات زاړه کسان چې عمرونه يې له ۸۰ کلونو څخه لوړ دي او ۷ زاړه کسان چې عمرونه يې له ۱۰۰ کلونو څخه لوړ دي، له درملنې وروسته بيا روغ شوي.

 کبان

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د مارچ په پيل کې له ووهان څخه د ليدنې په ترڅ کې ويلي وو، چې د خلکو د ژوند د بنسټيزو اړتياوو د تأمينولو لپاره دې هڅې وشي او د غلو دانو، غوښو، هګيو او شيدو عرضې بايد تأمين شي. هغه په ځانګړي توګه يادونه کړې وه چې د ووهان ښاريانو د کبانو خوړل خوښيږي، د کبانو عرضې بايد زياتې کړي.

د قرنطين په موده کې په ووهان ښار کې د بحري خواړو د عرضې څانګه جوړه شوې ده. اړوندو تصديو د استوګنيزو سيمو د اړتياوو په اړه د يادې څانګې له خوا د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې دغو سيمو ته کبان وليږدول.

آغلې يو چنګ وويل، چې دوی ما ته يوه دنده ورکړې چې د دوی په استازيتوب د عمومي منشي شي جين پينګ پر وړاندې له ګوند او دولت څخه مننه وکړم او د هغو کسانو تعظيم وکړم چې له هوبۍ ولايت او ووهان ښار سره يې مرستې کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای