CRI Online

چين په افغانستان کې د طالب بنديانو د خوشي کېدو او د زورزياتي پيښو د کمولو هرکلی او ستاينه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 20:15:24

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د مې په ۲۶مه نېټه وويل چې چين په افغانستان کې د طالب بنديانو د خوشي کېدو او د زورزياتي پيښو د کمولو هرکلی او ستاينه کوي.

د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند د مې په ۲۵مه نېټه وويل چې د دغه هېواد حکومت په همدې ورځ د طالبانو سل تنه بنديان خوشي کړل او پلان لري چې دوه زره بنديان هره ورځ سل سل تنه خوشي کړي، هېله دا کار په دغه هېواد کې د دايمي سولې رارسيدو لامل شي. د يو بل خبر له مخې، د افغانستان حکومت او طالبان به د تاوتريخوالي د کمولو په موضوع د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنۍ اوربند وخت يوه اوونۍ اوږد کړي.

په دې هکله وياند جاو لي جيان وويل چې د جنګونو پای ته رسول او د سولې رامنځته کول د افغانستان د خلکو او د دې سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې ګډه هېله ده. چين د افغانستان د حکومت او طالبانو د يادو عملونو هرکلی او ستاينه کوي او دا کار د بين الافغاني مذاکراتو او د دغه هېواد د سولې او ثبات لپاره ګټور دی. چين غواړي چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د افغانستان د سولې او جوړجاړي بهير هڅونه وکړي او ورسره مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای