په وو هان ښار کې د ويروس د څېړنيز انستېتيوت څېړونکي وو جي مينګ په دې وروستيو کې وويل چې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو راهيسې د دغه انستېتيوت کارونه د ګونګوسو او شايعاتو څخه اغېزمن شوي، خو له دې سره سره څېړوونکي په دې انستېتيوت کې پر علمي څيړنو لګيا دي او له ويروس سره مبارزه کوي. اوس د دغه ويروس واکسين د ازموينې په لومړې او دويم پړاو کې دی. ښاغلي يوان جي مينګ وويل چې د دغه انستېتيوت فزيکي تجهيزات او د اداره کولو سويه د اروپا او امريکا لابراتورونو سره يو شان ده. هغه وويل چې د امريکا ځينو سياستوالو داسې ګونګوسې او اوازې خپرې کړې چې د کوويد-۱۹ ويروس په وو هان ښار کې د ويروس له څېړنيز انستېتيوت څخه سرچينه اخيستې، نو زموږ علمي څيړوونکي له يوې خوا د ويروس واکسين جوړونې او څيړنې په کارونو بوخت دي، له بلې خوا د ګونګوسو له فشارونو سره مخ دي. خو موږ د دغو فشارونو پروانه کوو او په فعاله توګه د ويروس په وړاندې د درملو اوواکسين د څيړنې لپاره کوشش کوو چې اوس ډېر پرمختګونه تر لاسه شوي دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |