CRI Online

شي جين پينګ د چين د ازادۍ بخښوونکي پوځ او وسله والو پوليسو د هئيت په ناسته کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 20:17:52

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ د مې د ۲۶مې نيټې له غرمې وروسته د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډه کې د ازادۍ بخښوونکي پوځ او وسله والو پوليسو د هئيت په ناسته کې وويل چې ټوله اردو بايد د کمونېست ګوند د مرکزي حکومت د پريکړو او ترتيباتو سره سم فعاليتونه تر سره کړي، د وبا د وقايي او کنټرول کارونو د عادې کيدو پر بنسټ دې د اردو د ابادۍ کارونه پياوړي کړي، بايد د ملي دفاع او د اردو د ابادۍ په هکله د ۲۰۲۰ کال هدفونه عملي کړي او د کمونېست ګوند او خلکو لخوا ورکړل شوې دندې پوره کړي.

شي جين پينګ په دغه ناسته کې د استازو د ويناوو له اوريدلو وروسته يوه مهمه وينا وکړه. هغه لومړی د کوويد-۱۹ وبا د وقايې او کنټرول په چارو کې د ټولې اردو د کارونو لوړه ارزونه وکړه او د ملي دفاع او د اردو ابادۍ د مهمو کارونو په اړه يې غوښتنې وړاندې کړې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای