CRI Online

هانکانګ هيڅکله د امريکايي حکومت د نړيوال تسلط لپاره خدمت نه کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-26 21:18:27

د چين د ملي ولسي کانګرس په کلنۍ غونډې په وروستيو ورځو کې اعلان وشو چې د هانکانګ په ځانګړې ادارې سيمه کې د ملي امنيت د ساتنې قانون او د اداره کولو ميکانيزم د غونډې په اجندا کې شامل دي. له دې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د چين پر حکومت تورن ولګاوه چې دغه کار به په هانکانګ کې په خپله د چارو اداره کولو تګلارې د ختمېدو لامل شي او ګواښ يې وکړ چې پر چين به بنديزونه ولګوي.

په يو هېواد کې د قانون جوړول نړيوال اصل دی او د هر يو هېواد لپاره د ملي امنيت ساتل له مرکزي ګټو سره سمون خوري. په امريکا کې د سپتمبر د يوولسمې نيټې په پيښه کې ملي امنيت له سخت ګواښ سره مخ شوی، نو په دغه هېواد کې د ملي امنيت قانون، د استخباراتو قانون او د ديپلوماتانو قانون په شمول د ملي امنيت او ګټو په هکله يو لړ قوانين صادر شوي دي. خو ولی هغه کار چې د چين هانکانګ د قانون له مخې خپل ملي امنيت ساتي، د امريکايي سياتوالو د انديښنو سبب شوی دی؟ له دې څخه څرګنديږي چې دوی په حقيقت کې هانکانګ ته پاملرنه نه کوي، بلکې هېله لري چې په هانکانګ کې تاوتريخوالی لا زيات شي تر څو د چين د پرمختګ مخه ونيول شي.

هانکانګ د چين يوه ځانګړې اداري سيمه ده. دا چې د چين حکومت پريکړه کوي چې د هېواد په کچه په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې قانون او د اداره کولو ميکانيزم جوړ کړي. دا مسئله په بهرنيانو پورې اړه نه لري. تېر کال په هانکانګ کې د ځينو مقرراتو د تعديل له امله رامنځته شوي تاوتريخوالي لا تر اوسه ارام نه دي. د هانکانګ ضد ځينو تندلارانو د هانکانګ د خپلواکۍ غوښتنه وکړه، په ډاګه يې بېرغ ته سپکاوی وکړ او پر بې ګناه ښاريانو يې پريدونه وکړل او له پوليسو سره يې په زورزياتي سره مقابله وکړه. هر يو قانوني هېواد دغه ډول کړنې نه شي زغمولای چې د هانکانګ د عام امنيت او د ملي حاکميت امنيت ته ګواښونه رسولي او رسوي يې.

د چين ملي ولسي کانګرس به د هېواد په کچې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتنې په اړه قانون او د اداره کولو ميکانيزم جوړ کړي چې د ملي امنيت د ساتنې په ترڅ کې په يو هېواد کې د دوو نظامونو د موجوديت بنسټ ټينګ کړي او دا کار به په هانکانګ کې د بشپړ قانوني سيستم، د لا ثابت ټولنيز نظام، د قانوني ادارې او د سوداګرۍ لا ښه چاپيريال جوړولو او په هانکانګ کې د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو د پرمختګ لپاره ګټور وي.

په دې وروستيو ورځو کې زيات شمېر ښاريانو په فعاله توګه د ملي امنيت ساتلو لپاره د قانون جوړولو د ملاتړ په فعاليتونو کې ګډون وکړ. په حقيقت کې په هانکانګ کې د تاوتريخوالي تر شا اصلي جوړوونکي د امريکا ځيني سياستوال دي. د هانکانګ د خبري رسنۍ د خبر له مخې، د امريکا د ديموکراتيک دولتي صندوق له ۱۹۹۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په عمومي ډول د هانکانګ د حکومت ضد مخالفينو ته څه دپاسه ۳مليونه ۹لکه ۵۰ زره ډالره ورکړي دي.

د امريکا ځينو سياستوالو په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو په اړه قانون جوړولو ته سخت غبرګونونه ښودلي دي، ځکه چې دوی انديښنه لري چې په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتلو لپاره د قانون جوړولو وروسته به د هانکانګ له لارې د چين د پرمختګ د مخه نيولو نيت ناکام شي. د چين د ملي ولسي کانګرس له دغه کار څخه څرګنديږي چې چين هيڅکله په هانکانګ کې تاوتريخوالي جوړوونکو او د چين ضد بهرنيو ځواکونو ته اجازه نه ورکوي چې د هانکانګ ټولنيز نظام خراب کړي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

 

  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای