CRI Online

د بريتانوي کارپوه : د ملي او نړيوال اقتصاد د بيا اعادې په باب د چين حکومت سويه او تګلاره به د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا تضمين کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-27 09:39:18

په دې وروستيو ورځو کې، د چين د ملي ولسي کانګرس په کاري راپور کې په څرګند ډول وړانديز شوی چې بايد د خلکو ژوند او اقتصاد وساتل شي او د بېوزلۍ د مخنيوي دنده بشپړه شي. د بريتانيا د ۴۸ ګروپونو رئيس سډيوين پيري په دې اړه وويل، د ملي او نړيوال اقتصاد د بيا اعادې په باب د چين سويه او تګلاره له واقعيتونو سره سمون لري چې دا به د نړيوال اقتصاد بيا سمسورتيا تضمين کړي.

هغه په دې وروستيو ورځو کې د چين ميډيا ګروپ خبريال ته وويل، زما په اند، د ملي او نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په هکله د چين رويه له واقعيتونو سره سمون لري، دوی د اقتصادي هڅونې غير عملي پلان نه دی وړاندې کړی، خو د اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره يې اړتياوړ مقدماتي چارو ته پام کړی او د کوويد۱۹ د خپرېدو له مخنيوي وروسته يې استخدام پلان غوره کړ. که چين يوازې د دندو پيدا کېدو موخه وساتي، نو د اقتصادي پرمختګ موخه به بشپړه نه شي. نو زما په اند د چين مشرانو عاقلانه تګلاره غوره او نيولې ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای