د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاؤروف د مې په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په هانکانګ کې د چين د ملي امنيت د ساتنې قانون جوړونه د چين کورنۍ چارې دي، که څه هم له دې سره د مخالفت په غرض پر چين باندې د امريکا لخوا فشار اچول په تېرو وختونو کې نه دي ليدل شوي، خو دا د حيرانتيا وړ نه ده.
هغه وويل، د روسيې په نظر، په هانکانګ کې د امريکا لخوا راپورته شوې مسئله د چين کورنۍ چارې دي، زه دا نظر نه لرم چې د هانکانګ او د چين سترې برخې تر منځ د تضادونو جوړونه د امريکا د دې عمل موخه ده، خو دغه عمل له چين سره د خبرو اترو په ساحه کې امريکا ته به ګټه هم و نه رسوي. که څه هم له دې سره د مخالفت په غرض پر چين باندې د امريکا لخوا فشار اچول په تېرو وختونو کې نه دي ليدل شوي، خو دا د حيرانتيا وړ نه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |