د مې په ۲۶مه نېټه، يو خبريال د چين د بهرنيو چارو وزارت په نوبتي غونډه کې د دې وزارت وياند جاو لي جيان نه پوښتنه وکړه چې د هانکانګ د مدافع وکيلانو ځينې ډلې وايي، چې په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې په اړه د قانون جوړول له بنسټيز قانون څخه سرغړونه ده، ستاسو په دې هکله نظر څه دی ؟
جاو لي جيان وويل، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې مرستيال رئيس وانګ چن په هانکانګ کې د ملي امنيت د ساتنې قانون د مسودې په باب بشپړ توضيحات ورکړي دي، د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو دفتر، د بهرنيو چارو وزارت او په هانکانګ کې د چين د مرکزي حکومت د ارتباطو څانګې هم په دې اړه خپل دريځ څرګند کړی دی. د " يو هېواد، دوه نظامونه " تګلارې، ملي حاکميت، امنيت، پرمختګ د ساتنې او د هانکانګ په چارو کې د هر ډول بهرنۍ لاسوهنې د مخنيوي په غرض د چين ټينګ هوډ پر ځای دی او نه دی بدل شوی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |