مشهور امريکايي ليکوال داويد ليټ په دې وروستيو کې يوه ليکنه خپره کړې ده، چې د کوويدـ۱۹ويروس وبا له امله د امريکا عامه روغتيا له ستونزو سره مخامخ ده، دا د امريکا ديموکراسي ناکامي ده. اوس امريکا يوازې د څو محدود کسانو لخوا اداره کېږي او اکثر کسان له دې حق څخه محروم او ځپل شوي دي.
د نوموړي دا ليکنه د امريکا د ټايمز په ويبسايټ کې خپره شوې ده، پکې دا راغلي چې د عامه نظرونو د سروې له مخې، اکثره امريکايان هيله لري چې مشران يې د کارپوهانو وړانديزونه جدي ونيسي، خو ليدل کېږي چې نتيجه مايوسه کوونکې ده. د ساري ناروغۍ کارپوهانو وويل چې د امريکا د ټولنيز قرنطين تدبيرونه ډېر ناوخته وو او د کوويدـ۱۹ ويروس له کبله په مړه شويو کسانو کې د ۹۰ فيصده امريکايانو مړينه له همدې امله ده.
نوموړي ويلي، د تېرې نيمې پيړۍ په پرتله ، اوس امريکا د لږو او يوازې د څو محدود کسانو لخوا اداره کېږي او اکثره کسان له دې حق څخه محروم دي او سخت ځپل شوي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |