د اروپا د پانګونې بانک په ځايي وخت د می په ۲۶مه نېټه په يو اعلان کې وويل، چې د غړيو هېوادونو د ماليې وزيرانو لخوا جوړ شوي مديره پلاوي په همدې ورځ د اروپايي ضمانت د ميکانيزم د ادارې او چلولو په اړه موافقه وکړه، له دې کبله دغه ميکانيزم په رسمي توګه جوړ شوی .
د اروپايي ضمانت ميکانيزم د اقتصاد د بيا غوړېدلو لپاره د اروپايي ټولنې د درېو ميکانيزمونو څخه يو دی، دغه ميکانيزم د اروپا د پانګونې بانک لخوا پلی شي، چې به د کوويدـ۱۹ ويروس له امله اغېزمن شويو کوچنيو او منځنيو تصديو ته عمومي ۲۰۰ ميليارد يورو قرضه برابره کړي. د اروپا د پانګونې بانک مشر وويل، چې په راتلونکي کې به د غړيو هېوادونو له اړوندو سازمانونو سره نژدې همکارۍ وکړي او ژر تر ژره به له اغېزمن شويو تصديو سره مرسته وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |