د امريکا ځينو سياستوالو په دې وروستيو کې په مسلسل ډول پر چين تور لګولی چې کوويد۱۹ يې پټ کړی او بايد په ټوله نړۍ کې د دې ويروس د خپرېدو مسئوليت په غاړه ولري. د امريکا ځينو خبري رسنيو د مقالو په خپرولو سره دغه خبر رد کړ.
د امريکا د ملي ګټو مجلې د مې په ۲۴مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره وويل، د کوويد ۱۹ د خپرېدو د مخنيوي لپاره د چين تدبيرونه د زياترو نورو هېوادونو په پرتله لا اغېرمن دي او د اخته شويو ناروغانو د پيدا کولو او اداري اغېزمن ميکانيزم يې هم جوړ کړی.
په دې مقاله کې دې ته اشاره شوې چې په امريکا کې د کوويد۱۹ په لويه پيمانه توګه خپرېدل د ايالتي مشرانو، ځايي حکومتي څانګو او ټرمپ له تېروتنې سره مستقيم تړاو لري. پر چين باندې بې اساسه تور يوازې د ځينو سياستوالو او د چين دښمنو هېوادونو د خپلو تېروتنو پټول دي، پر چين د فشا اچول د دوی موخه ده.
نيويارک ټايمز خبر ورکړ چې ځينې مړه شوي چې مخکې د " انفلوانزا " له امله مړه بلل شوي وو، په واقعي ډول په کوويد۱۹ اخته شوي وو. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |