د امريکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د مې په ۲۶مه نېټه په ټويټر کې د رايو لېږد په باب د کاليفورنيا ايالت پر پرېکړې تور ولګاوه او و يې ويل، چې د رايو لېږد د تقلب شونتيا زياتوي، ځکه چې ښايي پستي بستې به خرابې شي يا جعلي رايې به پکې ايښودل شي. ټويټر د ده تر خبرو لاندې د رايو لېږدولو د واقعيتونو په عنوان وضاحت ورکړ چې په لاندې ډول دي : د CNN او د واشنګټن پوست په ګډون د خبري رسنيو د خبر سره سم، د رايو پر لېږد باندې د ټرمپ تور بې اساسه او له واقعيتونو څخه سرغړونه ده. دا د ټرمپ د خبرو په باب د ټويټر لومړی وضاحت ورکونه ده.
د ټويټر وياندې کيتي روسبوروغ CNN ته ويلي، د ټرمپ په دې خبرو کې د رايو لېږدولو پټ غلط مالومات شتون لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |