CRI Online

کاناډا بايد سمدلاسه مېرمن منګ وان جو خوشي کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-05-27 11:20:36
کاناډا بايد سمدلاسه مېرمن منګ وان جو خوشي کړي

د کاناډا محکمه به د روانې مياشتې په ۲۷مه نېټه د منګ وان جو قضيې په اړه د محکمې نتيجه خپره کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان په ۲۶مه نېټه په يوه خبري ناسته کې په دې اړه وويل، امريکا او کاناډا په ناقانونه توګه د سپارلو دوه اړخيزه تګلاره وکاروله او د چيني تبعه پر وړاندې يې کلک تدبير ونيول. دغه عمل يې د چيني اتباعو پر قانوني حقونو باندې سخت تېری بلل کېږي او يوه سياسي پېښه ګڼل کېږي.

وياند جاو لي جيان دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت د خپلو اتباعو د قانوني حقونو د ساتلو لپاره کلک دريځ لري. کاناډا بايد په عملي توګه خپله تېروتنه سمه او اصلاح کړي، سمدلاسه دې مېرمن منګ وان جو خوشي کړي او چين ته يې په عادي توګه ستنېدل تضمين کړي، تر څو د چين او کاناډا ترمنځ اړيکې له دې امله لا نورې خرابې نه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای