د امريکا د دفاع وزارت لومړي مرستيال څارنوال ګلون فيعن د می په ۲۶مه نېټه له خپلې دندې څخه د استعفا ليک وړاندې کړ او دغه ليک به د جون په لومړۍ نېټه تاييد او ومنل شي. د پنتاګون چارواکي خبريالانو ته وويل چې فيعن پخپله خوښه استعفا کړې ده. تر دې مخکې فيعن پر کوويد-۱۹ ناروغۍ له اخته کسانو سره د مرستې په اړه د يو لس کسيز ګروپ د مشر په توګه ټاکل شوی و چې د دې ناروغۍ ضد د مبارزې په اړه د امريکا تدبيرونه او د ۲۲۰۰ ميليارډو مرستندويه ډالرو د کارونې حالت نظارت وکړي. خو د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېر اپريل کې له دې دندې څخه ګلون فيعن ګوښه کړ.
له تېر فبرورۍ راهيسې ټرمپ څو تنه څارنوالان له خپلو دندو څخه ګوښه کړي دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |