CRI Online

د امريکا د بروکينس څېړنيزې ټولنې د چيني چارو مرکز مشر د چين پرمختګ لپارهخوشبيني څرګنده کړې او د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو قطع کول يې غير واقعي وبلل.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-27 15:20:00

څو ورځې دمخه د امريکا د بروکينس څېړنيزې ټولنې د چيني چارو مرکز مشر لي چنګ د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې څرګنده کړه چې په چين کې د کوويد ۱۹ پر ضد تدبيرونه ډېر اغېزمن شوي او اقتصادي چارې هم ګام په ګام اعاده شوي دي. چين او امريکا بايد په لا زياتو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

د ښاغلي لي چنګ په نظر د چين حکومت د کوويد ۱۹ پر ضد مبارزه کې خپل پياوړی رول لوبولی، د ټول هېواد د طبي سرچينو په مناسب وېش سره يې د ساري ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول جدي او اغېزمن تدبيرونه نيولي او تر دې وروسته يې د اقتصادي چارو د بيا اعاده کېدو لپاره زيات کارونه تر سره کړي دي.

ښاغلي لي چنګ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د قطع کولو په اړه وويل چې امريکا او چين د اقتصاد، کلتور او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې په شمول ډېرو برخو کې د ژورې همکارۍ ډېر ټينګ بنسټ لري او اقتصادي، سوداګريزو او کلتوري اړيکو دواړو هېوادونو ته زياتې ګټې رسولې دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو قطع کول غير واقعي دي، د امريکا اقتصاد او زياتره امريکايان دومره ستره منفي اغېزه او ټکرونه نشي منلای.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای