په بېجينګ کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېسيون ۳مه کلنۍ غونډه د مې د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د مختلفو اجنډاوو تر بشپړولو وروسته پای ته ورسېده. د شي جين پينګ په شمول د چين ګوندي او دولتي مشرانو د يادې کلنۍ غونډې د پای په ناسته کې ګډون وکړ.
د پای په ناسته کې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کمېسيون د دايمي کمېټې کاري رپوټ، د وړانديزونو د سنجش رپوټ او د درېيمې کلنۍ غونډې سياسي پرېکړه ليک تصويب شوي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |