CRI Online

د چين د دوو ملي مجلسونو په سږنيو کلنيو غونډو کې د شي جين پينګ له خبرو اترو څخه خلکو ته د لومړيتوب ورکولو په اړه د ده سياسي مفکوره څرګندېږي.

cri     (GMT+08:00) 2020-05-27 20:36:06

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دغه هېواد د دوو ملي مجلسونو په سږنيو کلنيو غونډو کې د مختلفو هيئتونو او ګرپونو په ناستو کې له بېلا بېلو استازيو او غړيو سره زياتې خبرې وکړې او څو ځلې يې خلکو ته لومړيتوب ورکول ياد کړل او دې پيغامونو يې د خلکو زيات پام جلب کړی دی. له دې څخه د چين د تر ټولو لوړې کچې مشر اړونده سياسي مفکوره څرګندېږي.

سږ کال عادي کال نه دی. د روان کال په پيل کې د نوي چين له جوړېدو راهيسې د عامې روغتيا تر ټولو سخته پديده پېښه شوه چې خپرېدل يې تر ټولو چټک، پيمانه يې تر ټولو ستره او مخنيوي او کنټرول يې تر ټولو ګران بلل کېږي. د ټولو هېوادوالو په ګډو هڅو سره چين کابو د ۳ مياشتو په لګولو سره د کوويد ۱۹ پر ضد ډېرې مهمې لاسته راوړنې موندلې دي. د دوو ملي مجلسونو په سږنيو کلنيو غونډو کې د ساري ناروغيو کنټرول، مخنيوی او اقتصادي پرمختګ تر ټولو د پام وړ موضوعات ګرځېدلي دي.

د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۲مه نېټه د چين د ملي ولسي کانګرس په سږنۍ کلنۍ غونډه کې له برخه وال داخلي مغولستان هيئت سره په ناسته کې څرګنده کړه چې خلکو ته لومړيتوب ورکول څه معنی لري؟ دومره زياتو طبي کارکوونکو د يو ناروغ د درملنې لپاره هڅې کولې چې د ژوند ژغورلو لپاره يې هر څه وکړي. دا خلکو ته د لومړيتوب ورکولو سمه معنی ده.

په هو بۍ ولايت کې څه باندې ۳۰۰۰ سپين ږيري او سپين سرې پر کوويد ۱۹ اخته شوي چې عمرونه يې له ۸۰ کالو لوړ دي. له دې جملې څخه څه دپاسه ۱۰ تنو طبي کارکوونکو لسګونه ورځې د يو ۸۷ کلن سپين ږيري د درملنې لپاره هڅې کړې او بالاخره يې د دغه سپين ږيري ژوند ژغورلی دی. رئيس شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د خلکو په محوريت پرمختيايي مفکوره په مختلفو پرېکړو، ترتيباتو او واقعي کارونو کې پلې کړو.

د چين اقتصادي پرمختګ دې هم د کوويد ۱۹ پر ضد د مبازرې په شان د خلکو په محور تر سره کېږي. رئيس شي جين پينګ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس له اقتصادي غړو سره په ناسته کې د چيني اقتصاد پر اوسني حالت او د چين پر څرګند غوره والي بحث وکړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې بايد اوسني اقتصادي حالت ته له ليرې زاويې څخه هراړخيزه او ډيالوګتيکه کتنه وکړو، په ستونزمن حالت کې دې نوي فرصتونه پيدا کړو او په بدلېدونکي او پېچلي حالت کې دې نوی حالت پرانيزو.

سږ کال د چين د ۱۳م پنځه کلن پلان وروستی کال دی. چين به په روان کال کې د شتمنې ټولنې د پوره ابادۍ او د ډېرې بېوزلۍ د له منځه وړلو دوو موخو ته ورسېږي. د شي جين پينګ په زړه کې تل د بېوزلو کسانو ځای موجود دی. هغه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس له اقتصادي غړو سره په ناسته کې يو ځل بيا د بېوزلۍ له منځه وړل ياد کړل او پر دې يې ټينګار کړی چې هرومرو دې بېوزلو خلکو، په تېره بيا بېوزلو بزګرانو ته لا زياتې مرستې ورکړو.

له ۲۰۱۳ کال راهيسې شي جين پينګ د هر کال د دوو ملي مجلسونو د کلنيو غونډو په موده کې د خلکو ازادي بښوونکي پوځ او وسله والو پوليسو ځواک هيئت په ناسته کې ګډون کوي. د کوويد ۱۹ تر چټک خپرېدو وروسته د چين پوځ په وار سره هو بۍ ولايت ته څه باندې ۴۰۰۰ طبي کارکوونکي لېږلي او د کوويد ۱۹ پر ضد د مبارزې د برياليتوب لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. د رئيس شي جين پينګ په وينا د خلکو پوځ تل د چين کمونېست ګوند او چينايانو د باور وړ او قهرمان پوځ دی. هغه غوښتنه کړې چې د چين پوځ له خپل علمي او طبي غوره والي څخه په ګټې اخيستنې سره د کوويد ۱۹ پر ضد د واکسين او درملو څېړنې چټکې کړي او لا زيات باکيفيته توليدات دې جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای