CRI Online

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړی : د بېوزلۍ د مخنيوي لپاره تعليمي مرسته د ځايي پرمختګ لپاره مهم اهميت لري

cri     (GMT+08:00) 2020-05-28 10:58:21

د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي يکسايک سګرايت د مې په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د بېوزلۍ د مخنيوي لپاره تعليمي مرسته د ځايي پرمختګ لپاره مهم اهميت لري.

يکسايک سګرايت د چين د سياسي مشورتي کنفرانس په ملي کميټه کې د تاجکي قوم غړی دی، نوموړی د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د تاشقورغان تاجک کورواکې ولسوالۍ اوسېدونکي دی، ياده ولسوالي د تاجکستان، افغانستان او پاکستان ته نژدې په سرحدي سيمه کې واقع ده. د ۲۰۲۰م کال په پيل کې، دغه ولسوالي چې پخوا د ډېرې بېوزلې ولسوالۍ په توګه بلل کېده، اوس د ډېر بېوزلو ولسواليو له ليست څخه وتلې ده.

د تاشقورغان تاجک کورواکې ولسوالي د پامير په لوړه کې واقع ده او د سمندر له صطحې نه ۴۰۰۰ متره جګوالی لري. د مالوماتو له مخې، د شن جن ښار او دغې ولسوالۍ په ګډه د شن تا په نوم منځنی ښوونځی جوړ کړی او د زده کوونکيو د زده کړې او ژوند حالات يې ښه کړي دي. د دوو ځايونو د ښوونځيو تر منځ د تګ راتګ اړيکې يې هم ټينګې کړي، شن جن مهارت لرونکي ښوونکي د تاشفورغان تاجک کورواکې ولسوالۍ ته هم لېږلي دي. د يکسايک سګرايت په اند، تعليم د بېوزلۍ د مخنيوي لپاره مهم اهميت لري. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای